داسکارټ لينډ يارډ دڅيړونکو پينځه کسيزه ډله نن دجمعې په سحر پاکستان ته په دې غرض
رارسيدلې ده ترڅو دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپيښې په څيړنه کې دپاکستاني دولت سره مرسته وکړي.
دغه پينځه کسيزې ډلې ته داسلام اباد په هوايي ډګر دکورنيو چارو دوزارت چارواکيو هرکلى وويلو.
ټاکل شوې ده دسکارټ لينډ يارډ څيړونکي به هم نن دکورنيو چارو دوزارت چارواکيو سره ليدنې کوي اؤ دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو دوژنې دپيښې په مختلفو اړخونو به ورسره غږيږي.
داسکارټ لينډ يارډ څيړونکي به په پينډۍ کې دهاغه ځايې څخه هم ليدنه کوي چرته چې ميرمن بوټو دبريد په ترڅ کې په ٢٧م دسمبر وژل شوې وه.
اؤ ددې ترڅنګ به دپينډۍ جنرل روغتون ته هم ځي ترڅو دهاغو ډاکټرانو اؤ نوروطبي کارمندانوبيانونه واخلي چې دبې نظير بوټو دوژنې دپيښې سره اړخ لګوي.
منابعې وايي دغه څيړونکې ډله به دپيپلز ګوند دهاغو مشرانو او کارمندانو سره هم وګوري چې په ٢٧ م دسمبر دبې نظير بوټو سره يو ځايې وؤ. ولې ددغه پيښې څخه روغ وتلي وؤ.