لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا داسکارټ لينډ يارډ لخوا پلټنو د ملاتړ اعلان وکړو


امريکا دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپيښې دڅيړنو په اړه داسکارټ لينډ يارډ څخه دمرستې اخستو په بابله دپاکستاني دولت ملاتړ کړى دى.
دامريکا دسپينې ماڼۍ وياندې ډانې پرينو واشنګټن کې ژورنالستانو ته وويل داسکارټ لينډ يارډ له لارې دبې نظير بوټو دوژنې څيړنې به ښې لاسته راوړنې ولري.
هغې وويل دپاکستان ددولت لخوا دڅيړنو لپاره داسکارټ لينډ يارډ دهيئت دراغوښتل کيدو وروسته ملګرو ملتونو ته اړتيا نۀ ده پاتې شوې ترڅو د٢٧ دسمبر دپيښې څيړنې وکړي.
ولې بلخوا دملګرو ملتونو دسرمنشي وياند وايي کۀ چرې دپاکستان دولت دبې نظير بوټو دوژل کيدو دڅيړنې په اړه ملګرو ملتونو ته خواست وکړي نو ملګري ملتونه دې ته تيار دي چې خپله څيړنيزه ډله پاکستان ته وليږي او ددغه پيښې پټ اړخونه را په ډاګه کړي.
دپاکستان دپيپلز ګوند دوژل شوې مشرې خاوند اصف علي زرداري هم دوړاندې څخه اعلان کړى دى چې ددوي ګوند به ملګرو ملتونو ته خواست کوي ترڅو دبې نظير بوټو دوژنې څيړنې هغوي درفيق الحريري دوژنې دڅيړنو په څير وکړي خو ولې دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف دشورو په ماسخوتن قام ته پخپله وينا کې وويل ددغه وژنې څيړنې به داسکارټ لينډ يارډ څخه کولى شي.
ويل کيږي د اسکارټ لينډ يارډ يوه ډله به دبې نظير بوټو دوژنې دپيښې څيړلو دپاره په روانه اوونۍ کې پاکستان ته راورسيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG