لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور کې ځانمرګي بريد کې ٢٣ کسان وژل شوي دي


دپاکستان دپنجاب ايالت په لاهور ښار کې ديو ځانمرګي بريد له امله ٢٣ کسان وژل شوي اؤ لږ ترلږه ٦٠ ټپيان شوي دي.
په وژل شوؤ کې ١٩ پوليس هم شامل دي.
دغه بريد دلاهور دمحکمې يا هائيکورټ مخې ته هاغه وخت وشو چې ټاکل شوې وه لږه شيبه وروسته به په دغه لاره وکيلان لاريون کوي.
عيني شاهدين وايي يو تن چې په موټر کې سپور ؤ دجي پي او په څلور لاري کې دموټر څخه راکوز شواؤ ځان يې دپوليسو په مينځ کې والوزولو، خو ولې ځينې سرچينې بيا وايي دغه بريد په موټر سائيکل سپور يو تن کړى دى.
نن دزيارت په ورځ وکيلانو دجي پي او په څلور لاري دلاريون کولو پروګرام لرلو.
ددغو وکيلانو دحفاظت دپاره دلاهور دمحکمې مخې ته په ګڼ شمير پوليس ودرول شوى وؤ. دوکيلانو دلاريون څخه وړاندې ددغه پوليسو په مينځ کې يو تن ځانمرګي خپل ځان والوزولو دپنجاب دپوليسو مشر احمدنسيم وايي دځان وژونکي سر پوليس ته په لاس ورغلى دى ، هغۀ دا هم وويل دبريد کوونکي عمر د١٩ؤ اؤ٢٠ؤ کالو ترمينځه دى.
په پيښه کې ژوبل کسان دلاهور مختلفو روغتونونو ته رسول شوي دي. اؤ سرچينې وايي دځينو ټپيانو حالت سخت دى ځکه نو دمړينې په شميره کې دزياتوالي انديښنه شته.
دغه بريد په داسې حال کې شوى چې دمحرم الحرام پيل کيدو ته يواځې يوه ورځ پاتې وه اؤ پوليسو په محرم کې دټول هيواد دننه کلک امنيتي تدابير نيولي وؤ.
ولې چې دتيرو څو کلونو راهسې په پاکستان کې دمحرم الحرام په دوران کې څه ناڅه بده پيښه رامينځته کيږي.

XS
SM
MD
LG