لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف : پاکستاني سيمو کې عمليات به بريد ګڼل کيږي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف خبردارے ورکړى دى چې د تندلارو پر ضد دائتلافي ځواکونو لخوا دپاکستان په سيمه کې عمليات به په پاکستان بريد ګڼل کيږي.
دسنګارپور يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي مشرف وويل دپاکستان په سيمه کې دتندرويانو په ضد دبهرنيو ځواکونو عمليات به دهيواد دخپلواکۍ په ضد عمل وي چې مونږ به يې کوټلى مزاحمت کوؤ.
پرويز مشرف وويل دپاکستان غرييزو سيمو ته راتلونکي بهرنيان چيلنج کووم چې هغوي به هم په هغه ورځ پخپل راتګ پښيمانه کيږي.
جمهوررئيس مشرف دامريکاد جمهوري رياست دکانديدې هيلري کلنټن له اړخه دپاکستان داتومي پنګو دنړيوالې څارنې وړانديز دهيواد په کورنيو اؤ نازکو معاملو کې مداخله وګرځوله. پرويز مشرف زياته کړه کيدى شي هيلري کلنټن په دې نۀ وي پوهه چې دپاکستان داتومي پنګو دڅارنې څومره پياوړى نظام موجود دى.
ديوې په ځواب کې ښاغلي مشرف په ډاګه کړه چې کۀ چرې په پاکستان کې راتلونکي ټاکل شوي دولت دهغه دلري کولوهڅه وکړه نو هغه به خپل منصب پريږدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG