لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا افغانستان ته د درې زره نورو ځواکونو لیږلو پلان لري


په افغانستان کې راروان سپرلي کې طالبانو د عملیاتو د مخنیوي لپاره امریکا پلان لري چې درې زره اضافي ځواکونه ولیږي. افغان چارواکو د امریکا افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو پلان هرکلې کړې دې.
د افغانستان د فاع وزرات ویاند ظاهر عظمي ویلي چې د اضافي ځواکونو پر ځایې کولو سره به د یاغیانو د بریدونو مخنیوی وشي.
امریکا د دفاع وزیر ښاغلي رابرټ گیټس د شورو په ورځ ویلي و چې امریکا ٣٠٠٠ نور ځواکونه افغانستان ته لیږلو پلان لري.
بلخوا دامريکا دګډ مشن دځواکونوکمانډربريګيډئير جنرال جوزف واټل وايي دناټو ځواکونه دپاکستان په قبائيلي سيمه کې دعملياتو کولو منصوپه نۀ لري.
افغانستان کې ائتلافي ځواکونه اؤ پاکستان کې ددغه هيواد خپل پوځيان د ورانکارو په ضد عملياتو کې همکاري کوي.
دافغانستان دبګرام هوايي اډې څخه پينټاګان ته داحوال تيرولو په وخت بريګيډئير جنرال جوزف واټل وويل پاکستان په بشپړ ډول يو خپلواکه هيواد دے اؤ دا دپاکستاني پوځونو مسؤليت دى چې هغوي په قبائيلي سيمه کې دورانکارو په ضد پخپله عمليات وکړي.
ښاغلي واټل زياته کړه کۀ چرې پاکستان کې نظامي عملياتو ته اړتيا وليدل شي نو دهغې پريکړه به په لويې کچ کولى شي.
دامريکا دګډ مشن دځواکونو کمانډر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې تيره اوونۍ امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمز يو راپور خپور کړو چې پکې ويل شوي وؤ دامريکا جمهوررئيس بوش امريکايي سي ايي اى او پينټاګان ته دپاکستان په قبائيلي سيمه کې نيغ په نيغه دعملياتو کولو په اجازې ورکولو غور کوي.
پاکستاني چارواکيو هم دنيويارک ټائمز دغه راپور مسترد کړى دى خو ولې امريکايي لوړپوړو دولتي چارواکيو تراوسه په دې هکله کومه غوڅه خبره نۀ ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG