لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني څیړونکې: د مشرف گواښ سیاسي لوبه ده


د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف ویلي که چرې د امریکا په مشرۍ کې ائتلافي ځواکونو د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تندلارو پر ضد عملیات اوکړل نو دا به د پاکستان پر ضد حمله گڼل کیږي.
د پاکستان سیاسي څیړونکې د پرویز مشرف دغه وینا د خلکو خوشالولو یوه هڅه بللې ده د پوځ پخوانې جنرال اوسیاسي څیړونکې طلعت مسعود وایي پرویز مشرف اوس ډیر کمزوری او غیر مقبول شوی دی.
نوموړې وایي که حمله وشوه نو ممکن ده پاکستان کوم ځوابي گام وانه خلي.
جنرال مسعود وایي پخوا هم بهرنیو قوتونو د پاکستان په خاوره بریدونه کړې خو اسلام آباد خاموش پاتې شوی دی د جنرال مسعود سره دغه مرکه عابد حسین کړې او تاسو یې محمد اکرام په غږ اوریدې شۍ.

XS
SM
MD
LG