لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف : دمرستو بندولو څخه وروسته به امريکا ته بل ملګرى لټول وي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي کۀ چرې امريکا پاکستان ته ورکړى کيدونکې مرستې په شرطونو کول غواړي نو بيا به هغوي ته دپاکستان په ځايې بل ملګرى لټول وي. فرانسوي ورځپاڼې سره په مرکه کې جمهوررئيس وويل کۀ امريکا دپاکستان دمعاشي مرستو دبندولو پريکړه وکړه بيا به هم دپاکستان معيشت برقرار وي, ولې چې زمونږ معيشت سم روان دى.
پرويز مشرف زياته کړه دامريکا دمرستو بنديدو سره به پاکستان ختم نۀ شي په تيرو ٩ ؤ کلونو کې امريکا پاکستان ته ٩ اربه ډالرې مرسته ورکړې ده چې په هغې کې دنيم څخه زيات رقم دترهه ګرۍ د مقابلې لپاره ؤ.
جمهوررئيس په ډاګه کړه کۀ چرې اوس امريکا پاکستان ته نور رقم ورکول نۀ غواړي نو بيا بايد هغوي دخپلې مرستې لپاره دپاکستان په ځايې دبل چا څخه مرسته وغواړي..
جمهوررئيس وويل دامريکا ددې پريکړې سره به دترهه ګرۍ په ضد مبارزې ته زيان رسيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG