د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف ویلي کې چرې د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو
خاندان اجازه ورکړي نو دهغې د مړي طبعې معائنه یا پوسټ مارټم کېدې شي.
د امریکې یو مجلې نیوز ویک سره په یوه مرکه کې نوموړي ویلي ددې خبرې معلومولو لپاره چې آیا د بې نظیر بوټو مرگ د گولۍ شوې او که نه پوسټ مارټم کول ضروری دې.
ښاغلي مشرف ېو ځل بیا د پاکستان پیپلز گوند هغه غوښتنې په کلکه ردکړیدي چې وایي د بې نظیر بوټو د وژنې پلټنې دې د ملگرو ملتونو د څارنې لاندې وشي.
نوموړي زیاته کړیده چې د بې نظیر بوټو د وژنې پلټنې دې د لبنان د صدراعظم رفیق حریري په ډول نه شی کیدې ځکه چې پاکستان نه خو لبان دې اؤ نه د بې نظیر بوټو په وژنه کې دکوم بهرنې هېواد لاس ښکاره شوېدې.
جمهوررئیس پرویز مشرف هغه خبری بې بنیاده گرځولې چې د بې نظیر بوټو په مرگ کې د حکومت لاس کیدې شي.
د پاکستان پیپلز گوند وائي دوی ته ددې خبرې ضرورت نشته چې د بې نظیر بوټو مرگ د بم ټوټی له کبله شوې یا د گولی له وجی بلکې دوی غواړي چې د گولۍ یا د بم په شا پټ مخونه ښکاره شي.