لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشعیه مسلمانانو په وژنه کې ککړ دوه ترهه ګر دکوئټې جيل څخه وتښتيدل


په ځانمرګي بريدونو اؤ دترهه ګرۍ په ګڼو پيښو کې ککړ دوه ستر ترهه ګر عثمان سيف الله اؤ شفيق الرحمان په کوئټه کې دجيل څخه تښتيدلي دي.
د لشکر جنګوي په نوم دبند کړل شوي تنظيم دغه دواړه ترهه ګرو ته دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت لخوا دمرګ سزا اورول شوې وه.
عثمان سيف الله ٣ کاله وړاندې دکراچۍ څخه نيول شوى ؤ په هغۀ تور ؤ چې دکراچۍ په يوه امام باړه يې دځانمرګي بريد پلان ترتيب کړى ؤپه دغه بريد کې ٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
همدغه راز ٤ کاله وړاندې په ١٠م محرم دشيعه ګانو په يو جلوس چې کراچۍ کې کوم ځانمرګي بريد شوى ؤ دهغې دپلان تيارولو تور هم په عثمان سيف الله لګول شوى ؤ.
نوموړى د٢٠٠ؤ څخه په زياتو مقدمو کې ککړ ؤ.
شفيق الرحمان چې دعثمان سيف الله مهم ملګرى ؤ هغه هم دترهه ګرۍ په ګڼو پيښو کې لاس لرلو، دغه دواړه ترهه ګر دعام زندان په ځايې په کوئټه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي په ځانګړي زندان کې ساتل شوي وؤ.
نن دجمعې په ورځ دوي دواړه ددغه زندان څخه وتښتيدل.
دزندان څخه ددغو خطرناکو ترهه ګرو دتښتيدو څخه وروسته دکوئټې ټول ښار پوليسو وتړلو اؤ ځايې په ځايې يې ددوي لټون پيل کړو.
خو پوليس ددوي په بيرته نيونه کې دناکامۍ سره مخ شول.
دپوليس سرچينې وايي دکوئټې دترهه ګرۍ دمخنيوي دځانګړي زندان د ١٣ کسيزه پرسونل څخه ددغه دواړو ترهه ګرو دتښتيدو په بابله څيړنې پيل کړل شوي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG