لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې نظير بوټو وژنه کې د ککړې ډلې يو تن نيولې شوېس دی


صوبه سرحد کې امنيتي ځواکونو د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو وژنه کې دتورنې ډلې یو غړې د نیولو ادعا کړې ده.
دا یو ١٥ کلن هلک دې چې تعلق یې د صوبه سرحد مانسهرې سیمې سره ده.
ددغه هلک نوم اعتزازشاه ښودل کيږي.
د یو امريکايي خبري اژانس په راپور کې دسرحد امنيتي ځواکونو په اړه ويل شوي دي چې په بې نظير بوټو دوژنې پيښه کې دککړې ډلې يو تن دډيره اسماعيل خان څخه نيول شوى دى.
دا تن هغه وخت ونیول شو کله چې د چارواکو دخولې هغه د محرم په مهال په یو شیعه جماعت د ځان وجونکی برید هڅه کوله .
دڅيړنو په محال هغۀ وويل ” زۀ په ٢٧ دسمبر پينډۍ کې په بې نظير بوټو شوي وژونکي ٥ کسېزه ډله کې شامل ؤم “
دپاکستان دداخله وزارت وياند جاويد اقبال چيمه دغه راپورپخلې نۀ دى کړى اؤ ويلي يې دي هغه دبې نظير بوټو دوژنې په اړه کوم معلومات نۀ لري.

Recommended

XS
SM
MD
LG