لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف :  ځانمرګي بريدونو کې بيت الله محسود لاس لري


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف دهيواد دامن وامان په هکله ويلي دي پاکستان کې دکيدونکيو ځانمرګي بريدونو مسؤل بيت الله محسود دى.
مشرف وويل ځانمرګي بريدونه دخفګان وړ دي اؤ له امله يې دهيواد اؤ اسلام نوم بدناميږي. دبيلجئيم پايتخت برسلز کې دپاکستاني ټولنې وګړو ته دوينا په محال جمهوررئيس وويل دبې نظير بوټو دوژنې په اړه به دسکارټ لينډ يارډ دڅيړونکو لخوا شوې څيړنې څو ورځو کې مخې ته راشي.
جمهوررئيس پرويز مشرف د پاکستاني ټولنې وګړو ته پخپله وينا کې وويل دپاکستان اتومي پنګې بيخي خوندي دي اؤ ددې په هکله هيڅ فکرمندي نۀ ده پکار.
جمهوررئيس وويل ټولټاکنې به په ١٨ مه فرورۍ ارو مرو کولى شي اؤدټولټاکنو په محال به امن وامان خرابيدو ته پرې نۀ ږدو.
مشرف يقين لري چې کله ملکي اؤ غير ملکي مبصرين ټولټاکنې وڅيړي نو هغه به صفا اؤ پرامنه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG