دامريکا دسي ايي اى رئيس مائيکل هيډن وايي دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو په وژنه کې
دالقاعده غړي اؤ قبائيلي جنګيالى بيت الله محسود لاس لري.
امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي مائيکل هيډن ويلي دي دبې نظير بوټو وژنه ديو منظم مهم برخه ده ، په دغه مهم کې ځانمرګي بريدونه اؤ په پاکستاني مشرانو حملې شاملي دي.
دسي ايي اى مشر وويل همدا خلک دپاکستان په موجوده ګډوډ وضعيت کې هم ککړ دي.
هيډن زياته کړه سي ايي اى دې نتيجه ته رسيدلې ده چې بيت الله محسود اؤ دالقاعده غړي نۀ يوازې دبې نظير بوټو په وژنه کې لاس لري بلکې پاکستان کې داړي ګړي په نوؤ پيښو کې هم هغوي ککړدي.
هغه وويل دترهه ګرو دغه ائتلاف په سيمه ايز اؤ عالمي کچ مخکې متحرک نۀ ؤ. ولې اوس زيات فعال شوى دى اؤ دا دجمهوررئيس مشرف ددولت لپاره هم يوه خطره ده.
ښاغلي هيډن زياته کړه دترهه ګرو هدف پاکستان ته زيان رسول دي.
هغه وويل امريکې مدام دا ګڼلې ده چې القاعده اؤ ترهه ګر تنظيمونه دامريکا لپاره يو ستر ګواښ دى.
ولې اوس داسې ښکاري چې دغه خلک دپاکستان لپاره هم يوه لويه خطره جوړه شوې ده. دپاکستان دموجوده وضعيت په اړه دامريکايي امنيتي ادارو دملاقاتونو په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل سي ايي اى په دې سيمه کې دمخکې څخه فعاله ده اؤ دبحران پيل کيدو څخه وروسته نۀ خو سي ايي اى خپل افسران لري کړي دي او نۀ يې کړنلاره کې بدلون راوستى دى.
دپاکستان اؤ افغانستان سرحدي سيمه کې دسي ايي دعملياتو په هکله هغه وويل د١١/٩ دبريدونو څخه وروسته دا سيمه دسي ايي اى دپام مرکز دى. اؤ اوس دې سيمې ته اوليت ورکول کيږي.
تړلي
1