لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني : دسوات نه اکثره تندلاري ویستل شوي دي

ښاغلي اشفاق پرويز کياني دسوات دمخوريزو مشرانو يوې جرګې ته هم وينا وکړه او وې ويل پوځ په سوات کې داولس په مرسته خپل عمليات په کاميابۍ سره دوامداره ساتلي دي. اؤ اوس دلته دورانکارو زور ناست دى. دپاکستاني پوځ دمطبوعاتو دڅانګې لخوا دجاري کړل شوي بيان ترمخه دپوځ سرلښکر وويل دملي ګټو لپاره به په سوات کې نظامي عملياتو ته دوام ورکولى شي اؤ بايد دسوات اولس په دې لړ کې دپوځ سره کوټلي همکاري وکړي ترڅو سيمه کې امنيت تامين اؤ دخلکو سرومال خوندي کړل شي. جنرال کياني وويل دپوځ په هڅو دسوات ډيرې سيمې دجنګياليو څخه پاکې کړل شوي دي اؤ اوس وضعيت دنور مال کيدو په حال کې دى، پوځي مشر دسوات دخلکو دښيګړې او دسيمې دپرمختيا دپاره ديو ارب روپو دمصرف کولو اعلان هم وکړو.

XS
SM
MD
LG