دپاکستان دپوځونو سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په ډاګه کړې ده چې دهيواد دپولو دننه
به هر رقم عمليات يواځې دپاکستان خپل ځواکونه کوي.
دپينډۍ په جي ايچ کيو يا پوځي مرکز کې دامريکا پوځي مشرايډمرل وليم جى فالن سره دملاقات په وخت دپاکستان پوځي مشر وويل دپاکستان دپولو دننه کيدونکيو عملياتو کې امريکا سره داستخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه کيدى شي.
په دغه ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو، دپاکستان اؤ امريکا ترمينځه په دفاعي همکارۍ، دترهه ګرۍ پر ضد په جگړه اؤ دپاکستان او افغانستان په سرحدي چارو خبرې اترې وکړل شوې. دپاکستاني پوځونو سرلښکر وويل دترهه ګرۍ اؤ بنسټ پالنې داساسي وجوهاتو مخه بايد ونيول شي.
هغۀ وويل دترهه ګرۍ خلاف جنګ کې به پاک پوځ خپل کردار ترسره کولو ته دوام ورکوي. دسرچينو له مخې ښاغلي کياني په امريکايي پوځي مشروليم جى فالن واضحه کړه چې دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله دامنيت ښۀ کولو لپاره استخباراتي راکړه ورکړه ضروري ده. دليدنې په موقع دامريکا پوځي مشر ايډمرل وليم جى فالن وويل داتحاديانو سره په ګډه به دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه دبرياليتوب درشل ته ننويستلى شي.