لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په پاکستان کې د تندلارو پر ضد گډو عملیاتو ته چمتو ده

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس ویلي که اسلام آباد وغواړي نو د تندلارو پر ضد پاکستاني ځواکونو سره په گډه عملیات کولې شي.
نوموړي دا خبره په واشنګټن کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت کړې ده هغه وويل پاکستان دا واک لري چې پخپله خاوره کې دکوم بل هيواد پوځ ته دعملياتو کولو حق ورکوي او کۀ نه.
ښاغلي ګيټس وويل امريکا پاکستان سره دخبرو لړۍ ته دوام ورکوي ولې دپاکستان دمنظورۍ څخه پرته به مونږ په دغه خاوره کې دعملياتو په هکله هيڅ ګام نۀ اخلي. امريکا د دفاع وزير وويل کۀ چرې پاکستان وغواړي نو امريکا دهغوي دپوځونو اضافي روزنې اؤ دپاکستان په خاوره دتندلارو په ضد دګډو عملياتو لپاره تياره اؤ ليواله ده. رابرټ ګيټس وويل پاکستان سره په خبرو اترو کې دګډو عملياتو په ځايې دترهه ګرۍ دمخنيوي په هکله دروزنې اړخ زيات درونددى.
دامريکا ددفاع وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف دوړاندې څخه واضحه کړې ده چې پاکستان به هيڅ کله هم پخپله خاوره کې دکوم بل هيواد پوځ ته دعملياتو کولو اجازه ورنۀ کړي.

XS
SM
MD
LG