لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرزي د ترهگرۍ د خوریدو خبرداری ورکړی دی


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ویلي دي چې سویلي اسیا کې ترهگري ډیره په تندۍ سره خوریږي چې د ټولې نړۍ لپاره یو خطر جوړیدې شي.
د سوئټزرلینډ په ډیووس ښار کې نړيوالې اقتصادي ټولنې ته دوينا په محال جمهوررئيس کرزي وويل چې د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو د وژنې نه داسې ښکاري چې تر هگر په سېمه کې ډیر زړه ور شوي دي.
ښاغلي کرزي ویلي د ترهگرۍ د مخنوي لپاره روانې سټراټیجۍمنفي نتیجه ورکړې ده .
نوموړي په دغه لړ کې د کومې ځانگړې پالیسۍ یا دهیواد نوم په ډاگه نه کړو.
نوموړي زیاته کړه چې د سیمې هیوادونه باید اوس د تشو خبرو پر ځاې عملي گامونه واخلي.
پاکستان او افغانستان د تیرې څه مودې راهسې د یو بل پر ضد تورونه لگوي چې طالب یاغیانو مخنوي لپاره سم گامونه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG