لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان  دالقاعدې دمهم مشر ابوليث الليبي دوژل کيدو څخه بې خبري ښايي


دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت وياند جاويد اقبال چيمه په پاکستان کې دالقاعده دمهم مشر ابوليث الليبي دوژل کيدو راپورونه رد کړي دي اؤ ويلي يې دي دپاکستان په قبائيلي سيمه کې دابو ليث دوژل کيدو په اړه هيڅ اطلاع نۀ شته.
يو شخصي تيليويزيون سره په خبرو کې هغۀ وويل "زۀ دپاکستان په خاوره کې دالليبي دوژل کيدوتصديق نۀ شم کولى.
ولې بلخوا دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس کۀ دپاکستان په خاوره کې دابواليث الليبي دوژل کيدوتصديق نۀ کوي نو دترديد څخه يې هم ډډه کوي.
ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې د پاکستان پوځ وياند جنرال اطهر عباس وويل دروانې اوونۍ په پيل کې په شمالي وزيرستان کې دتوغندي په بريد کې دوژل شوؤ څو تندلارو مړي ښخ کړل شوي دي ځکه نو په دغه بريد کې دالقاعده دکوم مهم مشر دوژل کيدوتصديق يا ترديد کول مشکل کاردى..
بايد وويل شي چې تيره ورځ دامريکا يو خبري اژانس دعوه کړې وه چې امريکايي سي ايي اى پاکستان کې دالقاعده دمهم مشر ابو ليث الليبي دوژنې تصديق کړى دى خو دامريکا ددفاع وزير رابرټ ګيټس وايي هغه فعلاً دابو ليث الليبي دوژل کيدو دراپورونو په اړه باوري خبره نۀ شي کولى.
دامريکا خبري اژانس په يو راپور کې ويلي وؤ چې الليبي څلور ورځې دمخه دبې پائيلوټه الوتکې څخه دويشتل شوي توغندي په بريد کې وژل شوى دى.
دغه بريد دتيرې نهې په ورځ دجنوبي وزيرستان د ميرعلي په خوشحالي طورو نومې کلي کې په يو کور شوى ؤ چې پکې ١٢ کسان وژل شوي وؤ.
د يوڅلويښت کلن ابوليث الليبي تعلق دليبيا سره ؤ اؤ هغۀ په افغانستان کې دالقاعده ستر کمانډر ګڼل کيدو امريکا چې دالقاعده دسر سر ددولسو مشرانو کوم فهرست جاري کړى ؤ په هغې کې هم دالليبي نوم شامل ؤ.
دراپور ترمخه الليبي تير کال دفرورۍ مياشت کې په هغۀ بريد کې هم لاس لرلو چې دافغانستان دباګرام په هوايي ډګر کې دامريکا په مرستيال جمهوررئيس ډک چيني شوى ؤ الليبي داسامه بن لادن اؤ ايمن الظواهري څخه وروسته القاعده کې ترټولو مهم مشر ګڼل کيدو اؤ هغه په افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو دکيدونکيو بريدونو په پلان جوړيدونکيو کې تر ټولو لمړى ؤ.
بلخوا يوې اسلامي ويب پاڼې "الاخلاص" چې په القاعده پسې مربوط ګڼل کيږي هم دالليبي دوژل کيدو پخلى کړى دى اؤ هغۀ يې دزمري په نوم ياد کړى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG