لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : دعوامي نيشنل ګوند په انتخابي جلسه کې دځانمرګي بريد ٢0 کسان وژل شوي


دعوامي نيشنل ګوند په انتخابي جلسه کې دځانمرګي بريد له امله لږ ترلږه ٢0 کسان وژل شوي اؤد 40 څخه زيات ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دشبقدر تحصيل روغتون اؤ دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير حامد نواز ديو شخصي تيليويزين سره په خبرو کې وويل چارسده کې شوى بريد ځانمرګي ؤ اؤ دابتدايي اطلاعاتو له مخې په دغه بريد کې ١٤ کسان وژل شوي دي.
حامد نواز وويل په دغه بريد کې داى اين پي کومه مهم غړى نۀ دى وژل شوى.
نن دخالي په ورځ دصوبه سرحد دچارسده ښار شبقدر سيمې سره نزدې دعوامي نيشنل ګوند په انتخابي جلسه کې ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې ٢0ؤ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ د٤٧ؤ څخه زيات نور ژوبل دي.
جلسه کې داى اين پي صوبايي مشر افراسياب خټک، معصوم باچا اؤ بشيرعمرزئى په ګډون دګوند نور مهم مشران هم موجود وؤ ددغه پيښې څخه وروسته ځايې روغتونونو کې بيړنى حالت نافذ کړل شوى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG