لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى : پښتانۀ دترهه ګرۍ ښکار دي


دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى وايي په سيمه کې ميشتۀ پښتانۀ دترهه ګرۍ سره مخ دي.خو دغه بدې پيښې دهغوي حوصلې نۀ شي ماتولى.
دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان سره په يو ټيلي فوني تماس کې افغان اولس مشر دچارسدې دشبقدر په تحصيل کې دعوامي نيشنل ګوند په جلسه کې دخالي په ورځ دشوي ځانمرګي بريد له امله په رامينځته شوې مرګ ژوبله دخواخوږۍ څرګندونه وکړه.
همدغه راز دهندصدراعظم من موهن سنګهـ اؤدکانګريس ګوندمشرې سونياګاندهي هم داسفنديارولي خان سره په دغه پيښه خواشيني څرګندونه کړې ده.
دعوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان ډيوه راډيو ته وويل افغان جمهوررئيس حامد کرزي اسفنديارولي خان ته ډاډګيرنه ورکړه چې دغم اؤ خفګان په دې شيبو کې افغان اولس دلرنيو پښتنو ملګرى دى.
افغان جمهوررئيس زياته کړه دترهه ګرۍ دوروستيو پيښو څخه په ډاګه شوې ده چې ترهه ګر ددې سيمې د بې ګناه اولسونو په وينو توئيولو خپلې ناوړې ګټې ترلاسه کول غواړي.
ولې دا اوس دټولو ګډ مسؤليت دى چې دغه ترهه ګر اؤتندلاري دخپلو ناوړو پلانونو بشپړولو ته پرې نۀ ږدي.
دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان دورته خيالاتوپه څرګندولو سره وويل نن چې په دې سيمه کې په پښتنو کوم جنګ تپل شوى دى ددې تر شا دپاکستاني اسټيبلشمنټ اؤ هاغو پښتون دښمنو قوتونو لاس دى چې مدام يې دپښتنو په وينو توئيولو کې خپلې ګټې لټولي دي.
بل لوري ته نن دګل په ورځ دهند صدراعظم ډاکټر من موهن سنګهـ اؤ دکانګريس ګوند مشرې ميرمن سونيا ګاندي هم دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان ته دچارسدې په پيښه دتسليت پيغام راليږلى دى
هند مشرانو پخپل پيغام کې دچارسدې په ځانمرګي بريد کې دبې ګناه انسانانو په مرګ ژوبله دخواخوږۍ په څرګندولو سره ويلي دي دترهه ګرو اؤ سخت دريځو دمقابلې دپاره بايد دباچاخان اؤ ګاندهي جي لاره تعقيب کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG