لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشرف : د قامي او صوبایي اسمبلیو غونډې به لس اتو ورځو کې بلل کېږي


د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف ویلي د نوو ټاکل شوو قامي او صوبایي اسمبلیو لومړۍ غونډې به یوی اونۍ تر یوې نیمې اونۍ وخت پوری بلل کېږي.
نن دجمعې په ورځ جيکب اباد کې يوې دستورې ته د وينا په مهال هغۀ وويل د١٨ مې فرورۍ په ټولټاکنو کې د مينځ رويه قوتونو برياليتوب دخوشحالۍ خبره ده.
جمهوررئيس زياته کړه دټولې نړۍ لخوا په ټولټاکنو دتسلۍ څرګندونه شوې ده اؤ هر څوک وايي دغه ټولټاکنې دهر رقم ټګۍ اؤ غلا غلطۍ څخه پاکې وې.
پرويز مشرف وويل په صفا سوتره ټولټاکنو کې دمينځ رويه ګوندونو برياليتوب څخه دا ډاډ ترلاسه کيږي چې په راتلونکي کې به هم له دې له امله سخت دريځۍ په مخنيوي کې لاس امداد وشي.
ښاغلي مشرف زياته کړه په پاکستان کې چې هر ګوند دولت جوړوي دهغه ملاتړ به ورته ترلاسه وي اؤ ورته به په خلاص مټ دکار کولو موقع ورکول کيږي.
پرويز مشرف وويل هغه غواړي دهيواد څخه دترهه ګرۍ اؤ سخت دريځۍ نوغى وباسي اؤ ددې لپاره ضروري ده چې اولس ددولت ملاتړ اؤ سياسي ګوندونه ديو والي څرګندونه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG