لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسرحداسمبلۍ غړو سوګند واخستو، سپيکر اؤ مرستيال سپيکر لپاره کاغذونه جمع شول


د سرحد دصوبايي اسمبلۍ لومړی غونډه وشوه اؤ اسمبلۍ ١١٦ؤغړو سوګند پورته کړى دى. دسپيکر دمنصب لپاره دپيپلز ګوند کرامت الله چغرمټي اؤ دمرستيال سپيکر لپاره دعوامي نيشنل ګوند خوشدل خان دټاکنې کاغذونه جمع کړل.
خو ولې ددوي دواړو دمقابلې لپاره دمخالفو ګوندونو له اړخه څوک کانديد ميدان ته راونۀ وتلو اؤ دغسې کرامت الله چغرمټي پرته له مقابلې سپيکر اؤ خوشدل خان مرستيال سپيکر به وټاکل شي.
د صوبايي اسمبلۍ غونډه نن دجمعې په ورځ دپارلمان دسينئر غړي ارباب ايوب جان په مشرۍ کې وشوه.
دسرحد اسمبلۍ دپخوانۍ سپيکر بخت جهان خان دوړاندې څخه استعفي ورکړې وه له دې امله دغونډې مشري ارباب ايوب جان وکړه.
دغونډې دپيل کيدو سره سم دپيپلز ګوندد عبدلاکبرخان په خواست دپيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو د بخنې لپاره په اسمبلۍ کې دعا وکړل شوه اؤ نوموړې ته دډيموکراسۍ لپاره په مبارزه دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړل شوې.
وروسته ارباب ايوب جان د اسمبلۍ ټولو غړو ته سوګند ورکړو.
په دې مهال اسمبلۍ ديو قرارداد په ذريعه دملګرو ملتونو څخه دبې نظير بوټو دوژنې دپلټنو کولو غوښتنه هم وکړه.
وروسته داسمبلۍ غونډه دخالي دورځې د١٠ؤ بجو پورې وځنډول شوه. دسرحد اسمبلۍ دغونډې په مهال پيښور کې سخت حفاظتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ ځايې پځايې په سړکونو پوليس ولاړ وؤ..

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG