لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسترصوفي شاعرعبدالرحمان بابا عرس ولمانځل شو


دپښتوژبې دسترصوفي شاعرعبدالرحمان بابا دکليزعرس مراسم نن داتوارپه ورځ دپيښورسره نزدې په هزارخوانۍ نومې سيمه کې پائي ته ورسيدل.
هرکال درحمان ادبي جرګې لخوا داپريل په مياشت کې درحمان بابادکليزعرس په لړکې درې ورځنۍ ادبي دستورې ترسره کيږي چې په هغې کې يوه ورځ درحمان بابا دژوند اوشاعرۍ په هکله سيمينار وي او دوه ورځې درحمان بابا په مزار درنې مشاعرې کيږي.
په دغودستوروکې دپاکستان اوافغانستان دجلا جلا سيموڅخه په ګڼ شميرکې شاعران ،اديبان ،د رحمان باباعقيدت مند اودپاکستان دولتي چارواکي برخه اخلي.
خوسږکال نه يواځې داچې په صوبه سرحدکې دامنيت دخرابې وضعې له امله دغه روايتي درې ورځنۍ دستورې د دريوڅخه دوؤ ورځوته محدود کړل شوې وې بلکې د حکومتي چارواکيو ترڅنګ دافغانستان ،بلوچستان اؤنورو لرې سيمو څخه هم ليکوالان په دغودستورو کې شريک نه شول.
داتوارپه ورځ سحر٨ بجې درحمان بابا په مزاردپښتومشاعره د ډاکټرمسعود زاهد په مشرۍ پيل شوه چې پکې ګڼو شاعرانو د رحمان بابا په طرحه اؤ غيرطرحي کلامونه واورول.
دمشاعرې په مهال دمزارڅخه چاپيره په ګڼ شميرکې پوليس ودرول شوي وؤ دمزارپه احاطه کې ملنګانو ذکرواذکار کولو او زلميو درحمان باباکلام دموسيقۍ سره اورولو ماذيګرڅلوربجې دغه دستورې پايي ته ورسيدې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG