لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارپایي ټولنه : د القاعده سره به د خبرو اترو ملاتړ نه کوي


د اروپايي اتحاديې دبهرنۍ تګلارې مسؤل هاوئر سولانه ویلي اروپایي ټولنه به د پاکستان لخواالقاعده سره د سولې په لړ کې د خبرو اترو ملاټړ نه کوي.
داروپايي اتحاديې دبهرنۍ تګلارې مسؤل هاوئر سولانه دپاکستان ديو شخصي تيليويزيون سره په مرکه کې ويلي دي پرويز مشرف به دخپل واک دمودې تر بشپړولو دپاکستان جمهوررئيس وي .
ښاغلي سولانه نن د چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف لیدل کتل کړي دي. .
دخبرو په مهال ښاغلي مشرف وويل دپاکستان له لوري په پاک افغان پوله داخستل شوؤ ګامونو له امله په تګ راتګ کې کموت رامينځته شوى دى.
پرويز مشرف وويل بايد اروپايي اتحاديه پاکستان سره دازاد تجارت لوظنامه وکړي اؤ دپاکستان دجوړو شيانو تر اروپايي هيوادونو درسد په لړ کې پاکستان ته زياتې اسانتياوې ورکړي.
دخبرو په مهال هاوئير سولانه وويل د ترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دپاکستان کړنلاره دستائنې ده اؤ بايد افغانستان کې هم دغسې کړنلاره خپله کړل شي.
هغۀ افغانستان کې دثبات اؤ سيمه کې دامن دپاره دپاکستان دهڅو ستائنه وکړه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG