لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د بیت الله محسود لخوا طالبانو ته د عملیاتو نه کولو امر ستایلی دی


دپاکستان حکومت دبيت الله محسود دغه اعلان ستائيلى دى اؤ هيله يې څرګنده کړې ده چې ددې له امله به په قبائيلي سيمو کې دامن په ټينګښت کې لاس امداد وشي
دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود خپلو وسله والو ته دپارونکو عملياتو ختمولو امر کړى دى اؤ ويلي يې دي کۀ چا دامن په ضد پارونکي ګامونه واخستل هغوي ته به سخته سزا ورکول کيږي.
دبيت الله محسود لخوا په جاري کړل شوي يو بيان کې ځايې طالبانو ته وينا شوې ده چې هغوي بايد په وزيرستان، ټانک ، ګومل اؤ ډيره اسماعيل خان کې پارونکي عمليات بند کړي اؤ کۀ چرې داسې ونۀ کړي نو هغوي به په ډک بازار کې ځړولى اؤ سخته سزا به ورکول کيږي.
همدغه راز دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند مولوي عمر په امريکا غږ کړى دى چې هغوي هم بايد دپاکستان دنوي دولت په څير دخپلو مخالفينو سره دخبرو اترو لاره خپله کړي.
دبرطانيې ديوې خبري شبکې سره په خبرو کې مولوي عمر ويلي دي چې دپاکستان دحکومت اؤ ځايې طالبانو ترمينځ دامن دلوظنامې په صورت کې به هغوي په افغانستان کې دامريکايي اؤ ائتلافي ځواکونو په ضد دبريدونو نۀ کولو پابند نۀ وي.
بل لوري ته دپاکستان دصدراعظم لپاره دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک دپاکستان ديو شخصي تيليويزيون سره دخبرو په مهال دبيت الله محسود لخوا په جنګياليو دپارونکو عملياتو څخه د ډډې کولو د غږ ستائينه کړې ده اؤ ويلي يې دي ددغه اعلان له امله به په قبائيلي سيمه کې دامن په ټينګښت کې د امن په ټينګښت کې زيات لاس امداد وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG