لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن د پاکستان حکومت او تندلارو ډلو سره په ممکنه تړون اندیښمن دی


سپینې ماڼۍ د پاکستان د حکومت او په صوبه سرحد او افغامستان پولې ته نزدې دپاکستان قبايًی سیمو کې تندلارو مذهبي ډلو سره د شولې په ممکنه تړون اندیښنه څرگند کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاند وآيی واشنگټن تمه لري چې اسلام اباد به ‏«‎ترهگرو‏»‎ پرضد جگړه جاري ساتي.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره یوه ځانگړې مرکه کې د صوبه سرحد واکمن گوند عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ویاند او پخواني سینټر ویلي حکومت د تندلارو سره د سولې د تړون لپاره دوه تگلارې لري.
د یوې تگلارې ترمخه د صوبه سرحد حکومت په صوبه کې د تندلارو سره تړون کړې چې ترمخه یې د غیرقانوني گرځول شوي تنظیم تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد خوشی شوی دی او په دویمه تگلاره کې مرکزي حکومت به د وزیرستان د وسله والو جنگیالو سره د سولې تړون کوي.
زاهد خان وایي لومړي تړون لاس لیک کولو کې هغه خپله مهم رول لوبولې وو. او زیاتوي دویم ممکنه تړون هم پلان شوی دی.
پاکستاني مطبوعات ادعا کوي حکومت دمحسود قبائيلو سره دپينځلسو نکتو لوظنامې تياري بشپړ کړې ده اؤ په دغه لوظنامه سياسي اؤ پوځي قيادت دباور څرګندونه کړې ده.
دراپورونو له مخې جنوبى وزيرستان کې دامن دټينګښت لپاره دولت دپينځلسو نکتو يوه لوظنا تياره کړې ده چې ددغه لوظنامې مطابق به دمحسود قبائيلو لخوا قبائيلي مشران اؤ ددولت لخوا به پوليټيکل انتظاميه پر لوظنامه لاسليکونه کوي.
دغه لوظنامه اسلام اباد کې تياره کړى شوې ده چې مرکزي کردار پکې عوامي نيشنل ګوند دمشر اسفنديارولي خان ترسره کړى دى.
د وړانديز شوې لوظنامې له مخې محسود قبائيل به ددې خبرې ضمانت ورکوي چې سيمه کې به دترهه ګرۍ کومه کارروايي نۀ کيږي اؤ نۀ به هم دولتي چارواکي په نخښه کولى شي.
اؤ ايف سي ته به دګرځيدو راګرځيدو بشپړ ه اجازه وي.
راپورونه وايي همدغه راز ټولې پريکړې به درواج اؤ جرګې مطابق کولى شي.
محسود قبائيل به پخپله هم دترهه ګرۍ پيښو کې ککړ نۀ وي اؤ نۀ به هم خپله سيمه دترهه ګريزو فعاليتونو کارولو لپاره اجازه ورکوي، دلوظنامې ترمخه ددې ضمانت به محسود قبائيل ورکوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG