د پاکستان د طالبانو تحریک مشر بیت الله محسود د نوي حکومت سره د سولې خبرې اترې د
ودرولو اعلان کړی دی.
د بیت الله محسود ویاند مولوي محمد عمر د گل په ورځ ویلي دي چې بیت الله محسود حکومت سره د خبرو اترو پروسه ځکه ودرولې ده چې حکومت د افغانستان پولې سره نزدې قبایلي سیمو نه د پوځ ویستلو نه انکار کوي.
د پاکستان حکومت لخوا تر اوسه کوم قسم غبرگون نه دې راغلې.
ډیوه ریډیو سره په مرکه کې د طالبانو ویاند زیاته کړه چې داسې ښکاري حکومت اختیار نه لري.
تیره اونۍ په میډیا کې داسې رپوټونه راغلي وو چې د پاکستان طالبان اوحکومت تر منځ د سولې تړون کیدونکې دی.
طالبانو او په صوبه سرحد کې واکمن عوامي نیشنل پارټۍ د دغه تړون پخلې کړی وؤ.
په تیرو درې څلورو ورځو کې د طالبانو لخوا په امنیتي چارواکو او اولسي خلکو بریدونو د سولې تړون اوس ځنډولی دی.
تیره اونۍ په مردان کې د پولیسو په مرکز بمي برید، د اتوار په ورځ په مومندو کې د اولسی خلکو سره نښتې او نن یوځل بیا د جاسوسۍ په تور د یوتن د وژنې پېښو د حکومت او طالبانو ترمنځ د اعتبار کچه کمه کړې ده.