لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امير حيدر هوتي : حکومت او طالبان دواړه باید نرمښت وښایي


دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وايي په مونږ پردى جنګ تپل شوى دى اؤ پښتنو ته به موجوده وضعيت کې دخپلو ګټو خوندي ساتلو دپاره دامن اؤ سولې ملاتړ کول وي.
هغۀ وويل کۀ چرې ددولت اؤ طالبانو ترمينځ پيل شوؤ خبرو اترو کې دواړو خواؤ نرمښت ونۀ ښودلو نو دامن دټينګښت لپاره به پيل شوې هڅې دبرياليتوب درشل ته دننه نۀ شي .
دا خبره نن دنهې په ورځ پيښور کې ديو روغتون دپرانستې په مهال ژورنالستانو سره په خبرو اؤ دپيښور په مطبوعاتي مرکز يا پريس کلب کې يوې دستورې ته پخپله وينا کې کړې ده.
ښاغلي هوتي وويل په مونږ پردى جنګ راتپل شوى دى اؤ په دې سيمه کې چې کوم څه روان دي په دې کې به پوښتنو ته خپلې ګټې خوندي ساتل وي.
دصوبه سرحد وزيراعلي زياته کړه دپاکستان امن دافغانستان دامن سره تړل شوى دى اؤ ترڅو چې په افغانستان کې امن نۀ وي ټينګ کړل شوى تر هغې په پاکستان اؤ قبائيلي سيمو کې امن نۀ شي ټينګيدى.
ښاغلي هوتي وويل دهغوي دولت تندرويه مذهبي ډلو سره خبرې اترې ددوؤ ډلو ترمينځ دجرګې په بڼه نۀ دي پيل کړي بلکې غواړي په ټوله منطقه کې دامن دټينګښت دپاره سوله ايزې لارې ولټوي ځکه نو دامن دپاره دپيل کړل شوؤ خبرو ملاتړ دهرچا مسؤليت دى.
هوتي وويل پوځ دځانګړو حالاتو له امله قبائيلي سيمو کې موجود دى ، کۀ چرې حالات عادي وي نو پوځ هم دغلته په اوسيدو خوښ نۀ دى.
هغۀ وويل بايد داوربندۍ څخه وروسته دخبرو اترو لړۍ پرمخ بوتلل شي ، کۀ چرې پوځ دخبرو اترو څخه وړاندې وويستل شي نو له امله به يې هلته خلا پيدا شي.
وزيراعلي وويل طالبانو ته احساس پکار دى چې حکومت به پخپل واک هيڅ رقم سودابازي ونۀ کړي هغۀ زياته کړه کۀ چرې قبائيلي سيمه کې حالات خراب وي نو اغيزې به ئې په سرحدهم کيږي ځکه نو دخبرو اترو لړۍ پرمخ بوتللو لپاره به هغه دمرکزي دولت سره هم تماس نيسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG