لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيپلز ګوند اؤ مسلم ليګ(ن) دقاضيانو دپځايې کولو په کړنلاره نۀ دي صلاح شوي


دپاکستان پيپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري اؤ دواکمن ائتلاف دبل ستر سياسي ګوند دمشر ميا نواز شريف ترمينځ دشوې ژمنې له مخې دلرې کړل شوؤ قاضيانو پځايې کولو ته يواځې يوه ورځ پاتې شوي دي.
خو دامريکا دبهرنيو چارو دمرستيال وزير رچرډ باؤچر لخوا نواز شريف سره دقاضيانو په اړه داوږدو خبرو اترو ترسره کيدو وروسته هم پيپلز ګوند اؤ مسلم ليګ(ن) دقاضيانو دپځايې کولو په کړنلاره نۀ دي صلاح شوي.
دپاکستان پيپلز ګوند ګډ مشر اصف علي زرداري ويلي دي هغه ديو غير قانوني کار سمولو لپاره بل غير
قانوني کار نۀ شي کولى.
يو غير ملکي تيليويزيون سره په خبرو کې اصف علي زرداري وويل ګډو دولتونو کې دکمزورۍ عنصر وي خو څوک هم ټولټاکنې زر نۀ غواړي اؤ هيله ده چې دائتلافي ګوندونو اړيکې به سمي پاتې شي.
هغه وويل دمفاهمت غوښتنه دا ده چې بايد ديو بل رايې ته درناوى ولرل شي.
اصف علي زرداري وويل دولت کې دګډو ائتلافيانو ترمينځ دقاضيانو دپځايې کولو په معامله بشپړ اتفاق دى خو کۀ اختلاف شته نو همدومره دى چې ددغو قاضيانو پځايې کولو لپاره کومه لاره خپله کړل شي؟
.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG