لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وکیلانو او اې پي ډي ایم لخوا په ټول هیواد کې توره ورځ ولمانځل شوه


نن په گرد پاکستان کې وکیلانو، مدني ټولنې او د مخالفو ډلو ایتلاف غورځنگ اې پي ډي ایم د تیر کال ٢٠٠٧ دولسمې مئ د پیښو او لر کړي شوي قاضیانو نه پرځایې کولو پرضد توره ورځ لمانځلې ده.
په دې احتجاجي مظاهرو کې وکیلانو او د مدني ټولنې مشرانو د ازادې عدلیې په حق کې او د جمهوررئیس پرویز مشرف پرضد نعری وهلی.
دوي غوښتنه کوله چې تیرکال په دولسمې مئ کراچۍ کې د پنځوسو ته زیات کسانو دوژنې سمې پلټنې دې وشي او ککړو کسانو ته دې سزا ورکړی شي.
دوي تور لگو چې د کراچۍ په دغه وژنو کې مشرف پلوه لساني تنظیم ایم کیوایم نیغ په نیغه لاس درلودو.
مظاهره چیانو داهم غوښتنه کوله چې د سترې محکمې اخوا کړې شوي ټول قاضیان دې دوهم نمبر په پوزیشن خپلو چوکو باندې پرځاې کړې شي.
د اې پي ډي ایم مشرانو د جمهوررئیس پرویز مشرخلاف شعارونه وهل او غوښتنه یې کوله چې نوموړې دې فوري استفا ورکړي.
نن په پاکستان کې دواکمن ائتلاف يو ستر سياسي گوند مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف دحکومت څخه دبيليدواعلان کړى دى.
ښاغلي شريف نن دگل په ورځ په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل سبا دنهې په ورځ به دهغۀ دگوند وزيران دصدراعظم سره وويني اؤ خپلې استعفي گانې به ورته وسپاري.

XS
SM
MD
LG