لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم ليگ(ن) حکومت څخه دبيليدو اعلان وکړو


په پاکستان کې دواکمن ائتلاف يو ستر سياسي گوند مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف دحکومت څخه دبيليدواعلان کړى دى.
ښاغلي شريف نن دگل په ورځ په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل سبا دنهې په ورځ به دهغۀ دگوند وزيران دصدراعظم سره وويني اؤ خپلې استعفي گانې به ورته وسپاري.
دنواز شريف وينا وه دهغۀ گوند دټولټاکنو په مهال اولس سره ژمنه کړې وه چې دجمهوررئيس پرويز مشرف لخوا لرې کړل شوي قاضيان به پځايې کولى شي.
ولې دپيپلز گوند اؤ مسلم ليگ(ن) ترمينځه دقاضيانو دپځايې کولو په هکله چې په مري کې کومه لوظنامه شوې وه دهغې لوظنامې ترمخه ديوې مياشتې دننه لرې کړل شوي قاضيان پځايې نۀ کړل شول ځکه نو دهغۀ گوند حکومت څخه دبيليدو پريکړه وکړه.
ميا نواز شريف څرګنده کړه چې دواکمن ائتلاف څخه دجلا کيدو باوجود به دهغۀ دگوند غړي په اسمبلۍ کې په مخالفو چوکيو نۀ کښيني اؤ نۀ به هم حکومت ته کوم مشکلات پيدا کوي.
هغۀ وويل مسلم ليگ(ن) کله هم دغير جمهوري اؤ غير ائيني جمهوررئيس پرويز مشرف دناروا اؤ غير ائيني گامونو ملاتړ نۀ شي کولى.
.نوموړي وويل کله چې په ټولټاکنو کې اولس دهغۀ گوند ته زياتې رايې ورکړې نو له دې امله دهغۀ دگوند ملگري حکومت برخې جوړيدو ته تيار نۀ وؤ چې هغوي ديو غير ائيني جمهوررئيس څخه دلوړې په اخستو تحفظات لرل ، ولې يواځې دقاضيانو دپځايې کولو پۀ ژمنه يې دخپل زړۀ د غږ په ضد پريکړه وکړه اؤ وزارتونه يې واخستل.
دمسلم ليگ(ن) مشر وويل هغۀ نۀ غوښتل چې دائتلاف څخه بيل شي خو بله لار ورته پاتې نۀ وه.
هغۀ وويل يو داسې تن چې ٨ کاله يې دټوپک په زور حکمراني وکړه اؤ دستر عدالت ٦٠ قاضيان يې گوښه اؤ بنديوان کړل دنوي ديموکراتيک حکومت مسؤليت جوړيدو چې ددغه غير ائيني گام نفي يې کړې وه خو متاسفانه چې داسې ونۀ شول.
ښاغلي شريف اعلان وکړو چې هغۀ به دقامي اسمبلۍ په خالي کړل شوؤ ٢ؤ چوکيو ټولټاکنو کې برخه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG