لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمسلم ليګ نواز وزيرانو صدراعظم ته خپلې استعفي ګانې وړاندې کړي دي


دجمهوررئيس پرويز مشرف لخوا دلرې کړل شوؤ قاضيانو دپځايې کولو په معامله دمسلم ليګ(ن) اؤ پيپلز ګوند ترمينځ داختلافاتو له امله دمسلم ليګ(ن) ټولو وفاقي وزيرانو نن دنهې په ورځ دخپل مشر ميا نواز شريف داعلان مطابق خپلې استعفي ګانې صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ته وړاندې کړي دي.
خو صدراعظم دهغوي داستعفي ګانو دمنظورولو څخه انکار کړى دى. دسرچينو له مخې صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي تر کومې چې دپيپلز ګوند ګډ مشر اصف علي زرداري هيواد ته نۀ وي ستون شوى تر هغې دمسلم ليګ(ن) دوزيرانو په استعفي ګانو غور نۀ شي کيدى.
نن دنهې په ورځ دمسلم ليګ(ن) سره تعلق لرونکيو نهه وفاقي وزيرانو دصدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني سره وليدل او هغه ته يې په رسمي ډول پخپل لاس ليکل شوې استعفي ګانې وړاندې کړې.
په دغو وزيرانو کې دخزانې وزير اسحاق ډار، سينئر وزير چوهدري نثارعلي خان، دتعليم وزير احسن اقبال، دريلوى وزير سردرا مهتاب عباسي، دپيټروليم وزير خواجه اصف، دزلميو دچارو وزير سعد رفيق، دسوداګرۍ وزير شاهد خاقان عباسي اؤ دکلتور اؤ دښځو دترقۍ وزيره ميرمن تهمينه دولتانه شامل دي.
دمسلم ليګ(ن) مشر نواز شريف حکومت څخه دبيليدو اعلان پرون دګل په ورځ وروسته له هغې کړى ؤ چې دجمهوررئيس پرويز مشرف لخوا دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيا پځايې کولو دپاره حکومتي ائتلاف لخوا ورکړل شوې وروستۍ نيټه ( دمئ ١٢مه) پايې ته ورسيده.
اؤ دمسلم ليګ(ن) او پيپلز ګوند مشران دپرله پسې خبرو اترو باوجود دقاضيانو دپځايې کولو په کړنلاره صلاح نۀ شول

XS
SM
MD
LG