دجنرال پرويز مشرف لخوا دموقتي ائيني امر په ترڅ کې لرې کړل شوي دپاکستان دسترې
محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري ويلي دي کوم هيواد کې چې عدليه سرلوړې نۀ وي هلته حکومتي نظام کله هم نۀ شي کاميابيدى.
دصوبه سرحد پلازمينه پيښور ښار کې دوکيلانو کنونشن ته دوينا په مهال افتخار چوهدري وويل پر ازاده عدليه چاته هم سازباز نۀ دي کول پکار، منزل لرې نۀ دى خو اوس به هم زياتې قربانۍ ورکول وي دا مهال صفونو کې د يو والي ضرورت دى.
لرې کړل شوي مشر قاضي هيواد کې دپارليماني نظام دمضبوطوالي اؤ دعدليې دکردار په موضوع دخبرو اترو کولو په مهال وويل هيواد کې اوس دديموکراسۍ لمر راښتلى دى اؤ نړۍ وليدل چې دټاکل شوي صدراعظم يواځې پر يوه اشاره دقاضيانو نظربندي ختمه شوه.
هغۀ زياته کړه کۀ عدليه سرلوړې وي نو دديموکراسۍ پځايې کولو کې به مرسته وکړي.
ښاغلي چوهدري وويل کله چې يې دوخت ديکتاتور ته انکار وکړو نو هيله يې نۀ کوله چې شپاړس کروړه اولس به يې مرسته وکړي.
دسترې محکمې لرې کړل شوي مشر قاضي وويل کۀ عدليه سرلوړې نۀ وي نو ترهه ګري به وده ومومي.
1