لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزي د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ٥٠ ؤ ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده


افغان جمهوررئیس حامد کرزي د نړیوالو نه د افغانستان بیا روغونې لپاره په راتلونکي پنځو کالو کې ٥٠ؤ ملیارده ډالروغوښتنه کړې ده.
ښاغلي کرزي دا غوښتنه په پېرس کې کیدونکي د اتیاؤ نه زیاتو هیوادونو د مرستو کانفرنس ته پخپله وینا کې کړې ده.
نوموړي مرسته ورکونکو هیوادو نه د افغانستان بیا روغونې او امنیت تامنیولو په لړ کې د اوږدې مودی لپاره مرسته ورکولو غوښتنه وکړه.
د امریکا جمهوررئیس بوش میرمن لاره بوش دغه کانفرنس کې گډون کوي پخپله وینا کې نوموړې وویل امریکا به افغانستان ته ١٠ ؤ ملیارده ډالرو نه زیاتې مرستې ورکوي.
میرمن بوش زیاته کړه مرسته ورکونکي هیوادونه باید افغانستان هیر نه کړي چې دغه هیواد اوس ډیر مهم پړاؤ ته رسیدلې دی.
المان هم په راتلونکي دوؤ کالو کې د ٦٥٣ ملیون ډالرو مرستو اعلان کړې دی. ناروې حکومت په راتلونکي پنځو کالو کې د ٧٣٠و ملیون ډالرو ژمنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیری میرمن کنډو لیزه رائیس د شورو په ورځ ویلي وو د امریکا مرستې به د راتلونکي دوو کالو کې ورکولې شي.
میرمن رائیس دا خبره ومنله چې افغانستان کې د بډو رشتونو پرسر اندیښنې دي خو زیاته کړه باور لري چې ښاغلی کرزی د بډو رشوتونو یا فساد په منفي اړخ خبر دی او د مخنیوي لپاره کمک ته هیله من دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG