لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس کانفرنس کې افغانستان د ١٠ؤ ملیارده ډالرو کمک تمه کوي


امریکا په پیرس کې د افغانستان لپاره د مرستو د کیدونکي کانفرنس نه وړاندې په افغان جمهوررئیس حامد کرزي باندې یو ځل بیا باورتیا ښودلې ده.
د نهې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یو جگپوړي چارواکي په ښاغلي کرزي باندې د امریکا د باروتیا څرگندونه وکړه.
په پیرس کې د روانې میاشتې په دولسمه نېټه کیدونکي نړیوالې ټولنې مرستو کانفرنس کې تمه ده چې د افغانستان پرمختیا لپاره به ١٠و ملیاردو ډالرو نه هم د زیاتو مرستو ژمنې اعلان شي. په کانفرنس کې به د امریکا جمهوررئیس بوش میرمن لاره بوش او د امریکا بهرنیو چارو وزیره میرمن کنډولیزه رائیس هم گډون کوي.
ښاغلي کرزي د افغانستان بیا روغونې او پرمختیا لپاره ٥٠ؤ ملیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په یوه وینا کې د ښاغلي کرزي په حکومت د طالبانو یاغیتوب او د نشائي توکیو قاچاق پرسر اختنې پوښتنې وشوی.
تیره اونۍ د امریکا نیویارک ټائمز ورځپانړه کې ویل شوي وؤ چې د طالبانو یاغیتوب اود نشایي توکیو قاچاق پرضد پرمختگ نه ښودلو پرسر حامد کرزي لپاره د امریکا ملاتړ کې کمی راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG