لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه : دبې نظير بوټو دوژنې دپلټنو پريکړه به دامنيت شورا کوي


دملګرو ملتونود سرمنشي بانکي مون وياند ويلي دي دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپلټنو په هکله دپاکستان په خواست به غوڅه پريکړه سلامتي کونسل يا دامنيت شورا وروسته له هغې کوي چې ددغه خواست دټولو اړخونوجاج واخلي.
دبرطانوي خبري اژانس له مخې دبانکي مون وياند ويلي دي دپاکستان لخوا دترلاسه شوي خواست دټولو مالي اؤ قانوني اړخونو په غور سره جاج اخستل کيږي اؤ په دې به غوڅه پريکړه دامنيت شورا کوي.
وياند په دې هکله دلبنان دپخواني صدراعظم رفيق الحريري دوژنې دپلټنو حواله هم ورکړې ده اؤ ويلي يې دي په هغه مهال هم دپلټنو غوڅه پريکړه دامنيت شورا کړې وه ځکه نو دپاکستان په خواست به هم هاغه لاره خپلولى شي.
وياند تيره اوونۍ دپاکستان په خاوره کې دامريکايي بريد له امله دپاکستاني پوځيانو په وژنه دملګرو ملتونو دغبرګون يا تبصرې دپوښتنې په ځواب کې وويل دا يوه امنييتي مسئله ده چې پکې سرمنشي بانکې مون مداخله نۀ شي کولى بلکې کۀ په جانبينو کې څوک وغواړي نو امنيتي شورا کې دغه معامله پورته کولى شي.
دپاکستان حکومت دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپلټنو خواست په ملګرو ملتونو کې دخپل دائمي مندوب په لاس ليږلى ؤ چې په غه خواست کې دملګرو ملتونو څخه دبې نظير بوټو دوژنې دپلټنو ترڅنګ دا غوښتنه هم شوې وه چې دوژنې تر شا دمحرکاتو اؤمسؤلينو درک دې ولګول شي.

دپاکستان پخوانۍ صدراعظمه بې نظير بوټو تير کال په ٢٧ دسمبردپاکستان په پينډۍ ښار کې يوې جلسې ته له وينا وروسته دډزو په کولو سره وژل شوې وه ولې هغه وخت کۀ هر څو پيپلز ګوند غوښتنه لرله چې دهغې دوژنې پلټنې بايد دملګرو ملتونو څخه وکړل شي خو دجمهوررئيس پرويز مشرف پلوې حکومت دغه غوښتنه نۀ وه منلې اؤ دبرطانوي څيړنيزې ادارې سکاټ لينډ يارډ څخه يې په دې هکله پلټنې کړې وې چې پيپلز ګوند په هغې پلټنو بې باوري ښکاره کړې وه

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG