لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بوش: په افغانستان کې د ایتلافیانو لپاره تیره میاشت سخته وه


د امریکا جمهوررئیس جارج بوش ویلي تیره میاشت افغانستان کې امریکایي او ایتلافي ځواکونو لپاره سخته وه خو زیاته یې کړه چې پایې کې به د ایتلافیانو تگلاره به بریالۍ کیږي.
په واشنگټن کې پرون خبرو اترو په وخت ښاغلي بوش زیاته کړه چې د ایتلافي تلفاتو کچه ځکه زیاته ده چې دوي د سخت دښمن سره په جگړه دي.
نوموړي زیاته کړه هم طالبانو لپاره تیره میاشت سخته وه.
ښاغلي بوش وویل د کال په پایې کې به افغانستان ته نور ځواکونه لیږي.
بلخوا په اروپا کې د ناټو سر لښکر جنرال جان کریډوک په ایتلافیانو باندې غږ کړیدی چې زیاتې هیلي کاپټرې او د څارنې الوتکي دې ور کړي او په خپلو ځواکونو باندې دې بندیزونه کم کړي.
د امریکا د پوځ مشر ایډمرل مولن دا خبره منلې ده چې افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو شمېره دومره نه ده چې طالبانو نه ولقه کې اخیستې شوې سیمې په خپل کنټرول کې وساتي.
نوموړي زیاته کړه چې ناټو به کله هم د دې جوگه نه شي چې افغانستان ته هغه هومره پوځیان ولیږي څومره چې پکار دي. ښاغلی مولن زیاته کړه امریکا به افغانستان ته نور ځواکونه ور لیږي.

XS
SM
MD
LG