لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو : طالب جنگیالو سره نښته کې لږ تر لږه ١٥  عسکر وژل شوي دي


د پاکستان صوبه سرحد سویلي هنگو سیمه کې شکمنو طالب جنگیالو په یو برید کې لږ تر لږه ١٥ امنیتي عسکر وژلي دي او ٢٢ نور ژوبل دي.
د سیمې نه د تر لاسه شوي رپوټونو تر مخه په دغه برید کې دامنیتي عسکرو ضلعي مشر کریم خټک هم وژل شوې دی.
په سیمه کې د ډیوه ریډیو خبریال عالمگیر بیټني د سرچینو تر مخه وایي دغه پیښه هغه وخت رامینځته شوه کله چې امنیتي عسکر د گلستان پوځي قلعې نه هنگو ته روان وو چې ورباندې د طالب جنگیالو لخوا د هنگو زرگرۍ سیمه کې برید وشو.
د پاکستان پوځی ویاند د دغه پیښې پخلې کړیدې خو څه قسمه معلومات یې نه دې په ډاگه کړي.
په حکومتي کچ تراوسه دکومې ځاني مرګ ژوبلې تصديق نۀ دى شوى اؤ نۀ هم څوک روغتون ته وړل شوي دي.
بلخوا طالبانو ادعا کړې ده چې دامنيتي ځواکونو سره نښته کې دهغوي يو ملګرى وژل شوى اؤ گڼ شمیر وژل شویدي.
دوروستيو اطلاعاتو له مخې سيمې ته دعملياتو لپاره ګن شپ هيلي کاپترې راغوښتل شوي دي.
همدغه راز هنګو کې دقامي اسمبلۍ غړي پير حيدرعلي شاه په مشرۍ ځايې طالبانو جرګې خبرې اترې پيل کړي دي.
له دې وړاندې دقامي اسمبلۍ غړي پير حيدرعلي شاه اؤ سناتور رشيد پيښور کې دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي سره وليدل، دغه ليدنه کې دصوبه سرحد وزيرالي جرګې ته دخبرو اترو لپاره مکمل واک ورکړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG