لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باراک اوبامه ښاغلي کرزي سره په کابل کې لیدلي دي


د امریکا د جمهوري رياست په ټولټاکنو کې د ډيموکرایټک گوند کاندید باراک اوبامه په کابل کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي سره لیدل کتل کړي دي.
چارواکو تر اوسه د دغه لیدنې کوم تفصیلات نه دي وړاندې کړي.
ښاغلي اوبامه نن سحر په کابل کې امریکایي ځواکونو سره د سحر چایې په وخت لیدل کتل کړي ؤؤ.
نوموړې چې په لومړي ځل سناتور دی په حال کې په ښاغلي کرزي باندې نیوکې کړې وی چې د هغه حکومت په سختې سره د بډو رشوتونو ، د محکمو او د پولیسو د منظم کولو کې د اولس باور نه دې گټلې.
ښاغلي اوبامه ویلي دي چې هغه به خپل سفر کې د خبرو کولو پر ځائ زیاته اوریدنه کوي.
ښاغلې اوبامه چې ورسره د افغانستان په سفر د ریپبلکن گوند سناتور چک هیگل او ډیموکرایټک گوند سناتور جیک ریډ هم دي د خالي په ورځ جگپوړو امریکایي پوځي چارواکو سره لیدلي.
اوباما دمخه ويلي دي چې امريکا دجمهوررئيس ټاکل کيدو وروسته به هغه دعراق څخه پوځ وباسي اؤ افغانستان کې دموجودو امريکايي ځواکونو مرستې لپاره به يې ليږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG