لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حامدکرزي یو ځل بیا پاکستان دترهګروپه ملاتړتورن کړى دى


دسري لنکاپه پايه تخت کولمبوکې دجنوبي اسياءدهيوادونودسازمان سارک دپنځلسمې سرټولنې په مهال دافغانستان جمهوررئيس حامدکرزي په پاکستان سخت ټکونه وکړل اؤويې ويل ترهګرپه پاکستان کې خپلې جرړې پياوري کوي.
نوموړي چې دمخه يې ادعاکړې وه په کابل دهندپه سفارتخانه ترسره شوي بريدکې دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي لاس لري دسارک مشرانوته وويل په کابل اؤدهندپه بنګلوراؤاحمدابادکې شوې بمي چاودنې ديوزنځيرکړۍ دي.
حامدکرزي پاکستان ته په اشارې کولوسره ټينګاروکړوچې دسيمې هيوادونه بايددخپلوشخصي ګټودترلاسه کولوهڅې څخه لاس واخلي.
هغه ادعاوکړه چې دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظيربوټودوژنې څخه په ډاګه شوې ده چې ترهګراؤدهغويي ځالې په پاکستان کې پياوړې کيږي حامدکرزي وويل په سيمه کې دامن خوښوټولنوپه موجوديت کې ترهګرروزنه اؤملاتړترلاسه کوي.
خودپاکستان صدراعظم دغه غونډې ته پخپله ويناکې په کابل اؤهندکې دشوؤچاودنودغندنې کولوپه ترڅ کې وويل مونږته به دترهګرۍ څخه دځانونوژغورلودپاره ګډې ګټورې هڅې کول وي.
نوموړي پخپله وينا کې دافغان جمهوررئيس دتورونوهيڅ ځواب ورنکړوخوپه ډاګه يې کړه چې پاکستان په سيمه اونړۍ کې دکيدونکې هررقم ترهګرۍ په سخته غندنه کوي.
نوموړي دسيمې دهيوادونوترمنځ دمرستوپه غځولوهم ټينګاروکړو

XS
SM
MD
LG