د
جنوبي اسیا د هیوادونو د همکارۍ سازمان یا سارک مشرانو په سیمه کې په ترهگرۍ
اندیښنې وښودې.
د اتو هیوادونو ددغه سازمان غونډه نن د خالي په ورځ د سري لنکا په
پایه تخت کولمبو کې پیل شوې ده.
غونډې ته دوینا په وخت افغان جمهوررئیس حامد کرزي
ویلي غړي هیوادونه باید په وړو سټراټیجکي گټو پسې و نه گرځي.
نوموړي زیاته کړې د
تندلارۍ د لارې د اوږدې مودې گټی تر لاسه کیداېي نه شي. د پاکستان صدراعظم گیلاني
په پاکستان لگیدلو تورونو ته د کومې اشارې بغیر په کابل کې په هندی سفارت د برید
غندنه وکړه.
څو اونۍ وړاندې په دغه برید کې نزدې ۴١ کسان وژل شوي دي.
تمه ده چې د
اتو هیوادونو مشران به ترهگرۍ کې د هکارۍ لپاره یو تړون هم لاس لیک کړي.
د هند او
پاکستان مشران به هم په دغه غونډه کې یو بل سره ویني.
1