لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : په یو برید کې لس فرانسوي ځواکونه وژل شوي دي


د افغانستان پایه تخت کابل په ختیځ کې د طالب جنگیالو سره په جگړه کې ١٠ فرانسوې عسکر وژل شوې دي.
چارواکو ویلي ٢١ نور عسکر په دغه پښه کې ژوبل شوې هم دي.
د فرانسې جمهوررئیس نکولس سرکوزی ویلي نوموړې به ځواکونو ته د درناوي لپاره افغانستان په سفر ځي.
ښاغلي سرکوزي ویلي فرانس د ترهگرۍ پرضد جگړه جارې ساتلو لپاره چمتودی.
طالب جنگیالو افغانستان په ختېځ کې په یو امریکایي پوځي اډې هم برید کړې دی.
افغان چارواکو ویلي شپږ طالب ځانمرگي برید کونکو چې ورسره د وسله والو مرسته هم وه د خوست ایالت مرکزي ښار خوست ته نزدې د یو پوځی اډې مخې ته چاودنې وکړې.
د خوست والی ویلي نزدې دیرش طالب جنگیالو په دغه برید کې برخه اخستې وه خو وایی ودانۍ ته په ننوتو کې ناکامه شوي وو.
نوموړې وایی شپږ ځانمرگی بریدکونکو مړی یې موندلې دي. ځیني نور افغان چارواکی وایي ١٣ جنگیالی یې وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG