لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براون افغانستان لپاره د ١٢٠ ملینو ډالرو اعلان کړی دی


د برتانیا صدراعظم گورډن براون په داسې حال کې د افغانستان په سفر تللی دی چې نوموړې هېواد کې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
ښاغلي براون کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې د افغانستان پرمختیا لپاره ١٢٠ ډالرو امداد اعلان وکړو. نوموړي د افغانستان ځواکونو د روزنې لپاره د نورو مرستو اعلان هم وکړو.
ښاغلي براون نن سحر په هلمند ولایت کې خپلو ځواکونو سره هم لیدلي دي.
ښاغلي براون وویل افغانستان کې موثر امنیت ساتلو لپاره به د افغانستان د پوځ شمېره دوه وارې زیاتوال پکار وي. افغانستان کې د برتانیا ٨٥٠٠ ځواکونو دي او د کال ٢٠٠١ یو نه په افغانستان کې ١١٦ برتانوي عسکر وژل شوي دي.
په افغانستان کې په دې وروستیو کې په ایتلافي ځواکونو د بریدونو شمېره شوې ده.
پرون د جنگیالو په یو برید کې د ایتلافي ځواکونو درې پوځیان وژل شوي دي او دوه ورځې وړاندې په یو برید کې د فرانسې ١٠ پوځیان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG