افغان جمهوررئیس حامد کرزي ویلي په هیواد کې یې اخ وډب ځکه زیات شوی چې
حکومت او ایتلافي ځواکونه ترهگرو او دهغوي وسایلو ته کافي پام نه کوي.
نوموړي په
کابل کې د فرانسې جمهوررئیس نکولس سرکوزي سره د لیدو وروسته خبریالانو ته ویلي چې
ترهگرو، د هغوي پټ ځایونو او مالي شبکو ته کافي پام نه دی شوی.
د فرانسې جمهوررئیس نکولس سرکوزي وویل افغانستان
ته د ځواکونو په لیږلو ستومانه نه دی. ښاغلي سرکوزي په کابل کې نن د فرانسې
ځواکونو ته وینا کړې ده.
تیره ورځ د افغانستان پایه تخت کابل په ختیځ کې د طالب
جنگیالو سره په جگړه کې ١٠ فرانسوې عسکر
وژل شوی او ٢١ نور په دغه پښه کې ژوبل شوي
وو.
نوموړی خپلو ځواکونو ته د درناوی ښودلو لپاره د افغانستان په سفر تللی دی.
ښاغلي سرکوزي زیاته کړه فرانس افغانستان
سره ولاړ دې او د ظالمانو سره په جگړه کې افغانستان یوازې نه دی.