لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

واکمن پیپلز گوند آصف زرداري راتلونکی جمهوررئیس نومولی دی


د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې شېرې رحمان نن د جمې په ورځ دپاکستان د راتونکي جمهوررئیس لپاره د پیپلز گونددشریک مشر اصف علی زرداري د نامې اعلان وکړو.
نوموړې په اسلام اباد کې یومطبوعاتي کانفرنس ته ویلي د جمهوررئېسۍ په څوکۍتربل چا زیات د پیپلزگوند حق دی. نن د سند ایالتي اسمبلۍ په یوه خله د اصف علی زرداري دراتلونکي جمهوررئیس جوړیدو په حق کې یو قرارداد هم منظورکړی وؤ.
ددې وړاندې دواکمن ایتلاف دویم غټ ملگري مسلم لیگ(ن) ویلي ووچې پیپلز گوند د راتلونکي جمهورئیس لپاره داصف علی زرداري په نوم ورکولو کې په اعتماد کې اخستې نه دي.
که اصف علی زرداري په ریښتیا هم جمهوررئیس جوړیږي نو دابه کتې شي چې ایا مسلم لیگ (ن) ملگرتیا کوي او که نا.
مسلم لیگ (ن)تر اوسه د راتلونکی جمهورئیس لپاره د بې طرفه شخصیت ټاکلو غوښتنه کوله.
دا به هم کتې شي چی که ښاغلی زرداري جمهوررئیس جوړیږي نو ایا هغه واک اختیار به ولري کوم چې ښاغلي مشرف لرلو خپله ښاغلي زرداري ویلی وو.
نوی جمهورئیس به د ٥٨- ٢بي لانجمن قانون ختموي. دغه قانون ترمخه جمهورئیس پارلمان ړنگولی شي.

XS
SM
MD
LG