لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : واکمن ائتلاف د قرارداد د لارې دقاضيانو پۀ پځايې کولو صلاح شوى دى


دپاکستان واکمن ائتلاف دقامي اسمبلۍ څخه دپريکړه ليک له لارې دلرې کړل شوؤ قاضيانو په بيرته پځايې کولو صلاح شوى دى.
قرارداد به د گل په ورځ وړاندې کېږي. پخواني صدراعظم نواز شریف غوښتنه کړې چې لر کړې شوي قاضیان دې د شورو ورځې پورې پرځایې کړل شي.
په دې لړ کې په پنجاب هاؤس کې دمسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره دواکمن ائتلاف دمصالتي کميټې غړو مولانا فضل الرحمان اؤ اسفنديارولي خان نن وليدل اؤ په دغه ليدنه کې دپيپلز گوند مشر اصف علي زرداري دتيليفون په کرښه گډون وکړو.
دريواړو مشرانو ددوه ساعته اوږدو خبرو اترو څخه وروسته گډ مطبوعاتي کانفرنس ته هم وينا وکړه
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي وويل پيپلز گوند اؤ مسلم ليگ(ن) پريکړه کړې ده چې دقاضيانو دپځايې کولو اؤ د ٣م نومبر دگامونو شنډولو لپاره به واکمن ائتلاف د مسودې يوه کميټه جوړوي چې دغه کميټه به د روانې اوونۍ تر پايې پريکړه ليک تياروي.
هغۀ وويل کۀ چرې پرويز مشرف استعفي ورکړې ده نو دهغې علت هم دواکمن ائتلاف پياوړتيا ده
په دغه مهال ميا نواز شريف وويل داصف زرداري سره يې تړون کړى ؤ چې دمشرف د استعفي څخه ٢٤ ساعته ور وسته به قاضيان پځايې کولى شي، ولې دغسې ونۀ شول.
دښاغلي شريف وينا وه داسفنديارولي اؤ مولانا فضل الرحمان سره يې په ليدنه کې پريکړه کړې ده چې دقاضيانو دپځايې کولو اؤ ددريم نومبر دگامونو ختمولو دپاره به پريکړه ليک تيارولى شي، چې دغه پريکړه ليک به دگل په ورځ قامي اسمبلۍ کې وړاندې کولى شي اؤ د چارشنبې پورې دبحث په رڼا کې دهغې د منظورولو څخه وروسته به قاضيان پځايې شي.
ميا نواز شريف وويل د عدليې دبحالۍ مقصد همدا دى چې لرې کړل شوي قاضيان به د افتخار چوهدري په گډون پځايې کيږي اؤ کۀ چرې افتخار چوهدري پځايې نۀ شي نو دا به هسې يوه ټوقه وي.
مولانا فضل الرحمان وويل دشورو دورځې پورې دقاضيانو دپځايې کولو وړانديز ميا نواز شريف ورکړى دى ولې په پريکړه ليک دجمعې دورځې پورې بحث دوام کولى شي.
هغۀ وويل په کومه خبره چې پيپلز گوند اؤ مسلم ليگ(ن) يوه خلۀ وي مونږ به يې هم ملگرتيا کوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG