لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف دقاضيانو پر سر د ائتلاف څخه دبيليدو گواښ کړى دى

دپاکستان د پخواني جمهوررئیس پرویز مشرف د استفا کیدو وروسته هم د واکمن ایتلاف دوه غټ گوندونو پیپلز او مسلم لیگ (ن) تر منځ د لر کړل شوو قاضیانو د بیا پرځایې کولو پر سر اختلافونه هغه شان موجود دي او د مسلم لیگ (ن) مشر ميا نواز شريف دړکه کړې ده چې کۀ دسبا ورځې پورې دلرې کړل شوؤ قاضيانو دپځايې کولو پريکړه ونۀ شي نو دهغه گوند به د واکمن ائتلاف ملگرتيا پريږدي.
نوموړى وايي دپيپلز گوند مشر اصف زرداري له يو قاضي پرته دنورو قاضيانو دپځايې کولو فارموله وړاندې کړې ده چې دا دهغه گوند ته منظوره نۀ ده.
امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جرنل سره په مرکه کې نوموړي ويلي دي کۀ چرې حکومت لرې کړل شوي ټول قاضيان بيرته پځايې نۀ کړل نو دهغه دگوند ملگري به دحکومت د غورځولو پرته د اپوزيسيون په څوکيو کښيني.
هغۀ ادعا وکړه چې دپخواني جمهوررئيس دپلوي گوند مسلم ليگ(ق) يو شمير غړي هم په مسلم ليگ(ن) کې ورگډيدل غواړي.
بل لوري ته دپاکستان دقانون وزير فاروق ايچ نائيک وايي پيپلز گوند کله هم له يو قاضي پرته دنورو قاضيانو دپځايې کولو دفارمولې خبره نۀ ده کړې.
هغۀ وويل کۀ چرې نواز شريف وايي چې دغه خبره اصف علي زرداري کړې ده نو بيا ددې ځواب هم اصف زرداري يا نواز شريف ورکولى شي.
يوې خبري شبکې سره په خبرو کې نوموړي وويل پيپلز گوند وخت دسره دا دريځ لري چې لرې کړل شوي قاضيان بايد بحال کړل شي، او اوس په دغه حواله ائتلافي ملگرو اسفنديارولي خان اؤ مولانا فضل الرحمان څو وړانديزونه هم تيار کړي دي چې په هغې به سبا دجمعې په ورځ دواکمن ايتلاف مشران غور کوي.
هغۀ وويل هيله ده په سبانۍ غونډه کې به دقاضيانو د پځايې کولو يوه لاره راوځي.

XS
SM
MD
LG