د
لر کړل شوو قاضیانو د بیا پرځایې کولو او نوی جمهوررئیس نومولو پر سر د واکمن
ایتلاف ترمنځ اختلافونو ختمولو ذمه واري مولانا فضل الرحمن او اسفندیار ولي خان ته
سپارل شوې ده.
په دغه لړ کې دواړو مشرانو تر منځ نن صلاح مشورې شوي دي.
د لیدو کتو
وروسته میډیا سره په خبرو کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هغه تاثر
غلط ورگرځولو چې وایي د لر کړل شوؤ قاضیانو بیا پرځاېې کولو او نوي جمهور رئیس
نومولو پرسر واکمن ایتلاف د اختلافات ښکاردی.
نوموړي د هغه رپوټونو نه هم انکار
وکړو چې وایي د پیپلز گوند مشر اصف زرداري لر کړل شوې مشر قاضي افتخار محمد چودهري
بیا پرځایې کول نه غواړي.
میډیا سره په
خبرو کې د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان ویلي چې د نوموړي گوند د
قاضیانو د بیا پرځایې کولو پرضد نه دی او زیاته کړه چې واکمن ایتلاف اولس سره کومې
ژمنې کړې هغه به پوره کوي.
مولانا فضل
الرحمان اؤ اسفنديارولي به نن دپيپلز گوند گډ مشر اصف علي زرداري اؤ دمسلم ليگ(ن)
مشرانو سره ليدنه کې هغوي دخپلو وړانديزونو څخه خبروي.