لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : دلرې کړل شوؤ قاضيانو بیا پرځایې کولو تر اوسه فېصله شوې نه ده


د پرویز مشرف لخوا د لر کړې شوو قاضیانو د بیا پرځایې کولو په اړه د واکمن ایتلاف مشران تر دې دمه کومې فېصلې ته رسیدلي نه دي.
د اسلام اباد نه رارسیدلي رپوټونه وایي چې د مسلم لیگ(ن) ډلې مشر میا نواز شریف د لرکړې شوو قاضیانو سم لاسي پرځایې کول غواړي خو ننۍ غونډه تر اوسه کومې صمې نتیجې ته رسیدلې نه ده.
دپاکستان دقانون وزير فاروق ايچ نائيک خبريالانو ته ويلي دي دپرويز مشرف لخوا دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولو په اړه به هم نن يوه لار راوځي.
هغه وويل دپرويز مشرف استعفي دکوم سازباز نتيجه نۀ ده.
دنوموړي وينا وه حکومت دقاضيانو دپځايې کولو په ژمنه ولاړ دى ، ولې په دې لړ کې ائيني اؤ قانوني لار خپلول غوره گڼي.
همدغه راز داطلاعاتو اؤ نشراتو وزيرې شيري رحمان هم دپارليمان مخې ته خبريالانو ته وويل دلرې کړل شوؤ قاضيانو دپځايې کولو په اړه ټولې پريکړې ترسره شوي دي .
ولې اوس يواځې دقاضيانو دپځايې کولو په طريقه خبرې کول دي.
نوموړې مستعفي شوي جمهوررئيس پرويز مشرف ته په اشارې کولو سره وويل دلارې څخه خنډ لرې شوى دى ولې اوس هم مونږ ته تندي نۀ ده کول پکار.
دهغې وينا وه دقاضيانو پځايې کول دپرويز مشرف دواکمنۍ دختميدو څخه وروسته دحکومت په ايجنډه کې لمړۍ موضوع ده.
بلخوا دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف ويلي دي د قاضيانو دپځايې کولو ستونزه دپرويز مشرف داستعفي په څير ارزښت ناکه ده اؤ بايد قاضيان دتړونونو اؤ ژمنو ترمخه په سمدستي ډول پځايې کړل شي.
پخواني صدراعظم نن په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل دپرويز مشرف دواکمنۍ ختميدو سره دقاضيانو پځايې کول اوس بيخي اسان شوي دي اؤ دپيپلز گوند مشر اصف علي زرداري ژمنه کړې وه چې لرې کړل شوي قاضيان به پځايې کولى شي ، ځکه نو اوس بايد ټول قاضيان د ژمنې ترمخه تر سبا ورځې پځايې کړل شي.
دپاکستان په مختلفو برخو کې نن وکيلانو دپرويز مشرف داستعفي له امله د شکر ورځ ونمانځله اؤ ځايې پځايې يې غونډې وکړې. وکيلانو پخپلو غونډو کې دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې لرې کړل شوي قاضيان بايد دکوم لم ليټ څخه پرته پځايې کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG