لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: دميزائيل بريد کې لږترلږه  پنځه کسان وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دميزائيل په يوبريدکې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.
سرچينې وايي دغه ميزائيل د بې پيلوټه الوتکې څخه توغول شوى دى چې دشمالي وزيرستان دمرکز میران شاه سره نزدې په غونډي نومې کلې کې لگيدلى چې له امله يې پنځه کسان وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ په دغه هکله کوم غبرگون ښودلى نه دى.



XS
SM
MD
LG