لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : ایډ مرل مولن کړکېچنو حالاتو کې پاکستاني مشرانو سره لیدلي دي


دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن پاکستان ته دخپل سفر په مهال دصدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني اؤ دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدلي اؤ دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دامريکا په بدله شوې تگلاره ورسره غږيدلى دى.
پاکستاني مشرانو ښاغلي مولن ته په قبائيلي سيمو کې دامريکا دجاسوسي الوتکو لخوا په کيدونکيو بريدونو خفگان ښکاره کړى دى اؤ ويلي يې دي کۀ چرې ددغه رقم بريدونو مخه ونۀ نيول شي نو پاکستان يې دځوابي گام حق دځان سره خوندي لري.
پاکستاني مشرانو په دغه بيلا بيلو ليدنو کې دامريکا په پوځي مشر واضحه کړه چې دپاکستان دپولو دننه دتندلارواؤ ترهه گرو په ضد دعملياتو واک يواځې دپاکستان خپل پوځيان لري اؤ بايد امريکا يا ائتلافي پوځيان نور په قبائيلي سيمو کې دبريدونو څخه لاس واخلي.
صدراعظم يوسف رضا گيلاني وويل پاکستان په سيمه اؤ نړۍ کې دهر رقم ترهه گرۍ په ضد دى اؤ دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې خپل غوره کردار ترسره کوي.
دهغه وينا وه حکومت دانتها خوښو اؤ ترهه گرو په ضد مبارزې ته مټې رابډ وهلي دي اؤ هيچا ته به اجازه ورنۀ کړل شي چې دخلکو سوله ييز ژوند گډ وډ کړي.
دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر په دغه ليدنه کې وويل امريکايي پوځيانو دشمالي وزيرستان په انگوراډه سيمه کې عمليات سي ايي اى ته دترلاسه شوؤ اطلاعاتو په اساس کړي وؤ.
دهغۀ وينا وه سي ايي اى داسې راپور ترلاسه کړى ؤ چې ښايي دغلته مهم ترهه گر پټ دي، ولې دعملياتو وروسته معلومه شوه چې دغلته ترهه گر نۀ وؤ.
مائيک مولن پاکستاني مشرانو ته باور ورکړو چې په راتلونکي کې به امريکايي پوځونه دپاکستان دپولو دننه ددغه رقم عملياتو څخه ځان وژغوري، خو ټينگار يې وکړو چې ترهه گر دپاکستان ، افغانستان ،امريکا اؤ ټولې سوله دوسته نړۍ دښمنان دي ، ځکه نو دهغوي په ضد بايد په گډه مبارزه وکړل شي.
دسرچينو له دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال کياني دسرحدونو دسرغړونې اؤ په دې د کيدونکي احتجاج څخه ايډمرل مائيک مولن خبر کړو.
جنراف اشفاق پرويز کياني دريځ خپل کړو چې پاکستاني سرحدونو کې به امريکا ته دڅه رقم عملياتو اجازه ورنۀ کړل شي اؤ نۀ هم ددواړو هيوادونو ترمينځ کومه دغه شان لوظنامه شته.
جنرال کياني پر ايډمرل مائيک مولن واضحه کړه چې دپولو دننه دعملياتو واک يواځې پاک پوځ ته ترلاسه دى.
دپاک پوځ سرلښکر وويل دانگور اډې غوندې پيښو سره به دترهه گرۍ په ضد جنگ کې دامريکا اؤ پاکستان اړيکې اغيزمنې شي.
هغۀ زياته کړه دپاکستان سالميت اؤ خپلواکي داحترام وړ ده اؤ کۀ چرې بې جوازه حمله پرې وشوه اؤ پاکستاني چارواکيو ته ددې خبر هم ورنۀ کړل شي نو پاکستان دځوابي عملياتو حق خوندي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG